بلېنکن: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دي.

د هغه په خبره دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ناټو له متحدینو سره به یو ځای له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

د نوموړي په خبره امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې وو او یو ځای به په مناسبو شرایطو کې له دغه هېواد وځي.

بلینکن بیا هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل سرتېري له افغانستان وباسي کنه، خو زیاتوي چې دا صلاحیت لا هم له ولسمشر بايډن سره دی او هغه به په دې اړه پرېکړه کوي.

په ورته وخت کې دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي سره له دې چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې تر مې میاشتې پورې باید ۲۵۰۰ امریکایي عسکر له افغانستان ووځي خو داسې ښکاري چې بایډن ددې نېټې د ځنډولو په لټه کې دی.

سرچینه وایي چې ښایي بایډن تر راتلونکي کال پورې له افغانستان د سرتېرو ایستل وځنډوي.

دې هېل نشریې ویلي چې بایډن له ګڼو کشمکشونو سره مخ دی، ځکه له یوې خوا د وتلو نېټه نږدې کېدونکې ده، له بلې خوا په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی، بلخوا د ناټو متحدین د سرتېرو له ایستلو سره مخالف دي او په امریکا کې هم نظاميانو د بېړنیو وتلو په اړه بایډن ته خبرداری ورکړی دی.

په مطلب کې راځي چې له همدې امله د افغانستان په اړه بايډن ته پرېکړه کول سخت شوي دي خو تمه شته چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پایله ولري او د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي