بلینکن: که له افغانستان د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا شو ژر به اقدام وکړو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي وو او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

نوموړي له ام‌ایس‌ان‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې د دوی ټوله توجه افغانستان ته ده، که چېرته یو ځل بیا له دغه هېواده د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا کېږي نو ډېر ژر به اقدام وکړي.

هغه دغه راز ویلي چې طالبان په زور واک ته د رسېدو هڅه کوي چې د ده په خبره د واک تر لاسه کولو لپاره ډېره معقولې لارې شته نو نباید نور د جګړې پر دوام خپل ځان او هېواد ته زیان واړوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې که چېرته طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي نو نه یوازې امریکا بلکې هیڅ بل کوم هېواد به یې ملاتړ ونه کړي.

بلینکن د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او دلته یې د روانې جګړې د پای ته رسولو برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

بلخوا د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې او د برېټانیا استازو په یوې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو پر بهیر خبرې کړې دي.

دغو ټولو استازو افغانستان کې د تاوتریخوالي په سملاسي بندولو ټینګار کړی دی.

د یادو هېوادونو او بنسټونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره د ټینګې ملګرتیا ژمنه کوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ له نږدې څاري.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلکو ډېره موده په شخړو کې تېره کړې او دوی په افغانستان کې، د تاوتریخوالي لوړې کچې، د طالبانو بریدونو او د بشري حقونو نقض ته اندېښمن دي.

د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ویلي، چې افغانستان کې د شخړې حل لپاره پوځي لار نشته او دوی به د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ، چې ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، افغانستان کې په زور جوړ شوي حکومت نه ملاتړ و نه‌ کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي