امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي.
بلینکن ویلي چې که په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو تر هر څه وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي.
دده په وینا دوی دې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خلکو ته دې د غږ اوچتولو موکه ورکړي او له غچ اخیستلو دې تېر شي.
بلیکن یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو او هېوادونو په لاره کې هېڅ راز خنډ نشته دی او دوی کولی شي په ازاده توګه په افغانستان کې بشردوستانه خدمات وړاندې کړي او اړمنو ته مرستې ورسوي.