بلینکن: د افغانانو وضعیت څارو، اړین وخت کې به اقدام کوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

امریکا وايي له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دده په وینا تر دې دمه هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی او هڅه کوي له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

بلینکن وایي دوی د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي، غواړي له دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي خو هڅه یې دا ده چې مرستې د حکومت پر ځای مستقیم عامو افغانانو ته ورسېږي.

بلینکن همدا راز وایي چې د افغانستان وضعیت به څاري او په اړینو مواردو کې به بېړنی اقدام کوي.

هغه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه ویلي، چې د اړتیا پر مهال دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ددغه شتمنیو د شریکولو امر تر دې وړاندې هم کړی دی او په دې برخه کې به د امریکا همکاري دوام کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او طا لبان په خپلو کې یوه هوکړه لري چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي خو داسې ښکاري چې طا لبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي.

دده په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار زمینه برابرول او د بشري حقونو رعایت کول تر ټولو مهم شرطونه دي.

پتریوس وایي له لومړي سره دا ممکنه نه ده، چې متحده ایالت دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او بیا که دا کار و هم شي، سره له دې به هم امریکا خپل سفارت په کابل کې نه پرانیزي.

پتریوس دغه راز وایي چې دمګړی طا لبان مهم تجهیزات او وسلې په واک کې لري، خو که احتیاط و نه شي، په راتلونکو میاشتو کې یې د خرابېدو امکان شته، چې د پرزو او امکاناتو د نشته والي له امله ښایي له کاره ولوېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي