بایډن: څومره ژر چې له افغانستان ووځو دومره ښه ده

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي؛ خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې تر ممکنه حده به ژر له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو د ایستلو ماموریت پای ته ورسوي.

بایډن همدا راز وايي چې ددې ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان ایستلي دي.

د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي چې ښایي د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري خطرونه جوړ شي.

امریکا داسې مهال د داعش ډلې یادونه کوي چې طالبانو تر دې وړاندې ویلی وو، دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او که وي هم ددوی له لوري به وځپل شي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي.

ددغه وزارت د ویاند په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي.

نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي.

هغه زیاتوي چې د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک شي او هڅه کېږي چې تر ممکن حد لوړه شمېره کسان ولېږدوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د خپل حضور د دوام په اړه ویلي چې ان یو ساعت هم له اړتیا پرته په افغانستان کې د حضور پلویان او شوقیان نه دي.

دده په خبره همدا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان وځي او هوايي ډګر به تخلیه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي