د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې دوی تل د افغان دولت او خلکو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی.
فارس خبري اژانس د پاکستاني پوځ په حواله ویلي چې باجوه دا څرګندونې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان امن نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا کابل ته د باجوه تر سفر وروسته له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې افغان حکومت په خپلو اقداماتو کې جدي او د پاکستان د متقابل عمل په تمه دی.
بلخوا ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برېتانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال سرینک کارتر سره کتلي دي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې درېواړو لورو په دې لیدنه کې تر ډېره پر افغان سوله او په دې بهیر کې د پاکستان پر رول خبرې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي چې په افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی ځکه دغه هېواد پر طالبانو پوره نفوذ لري او د روانې جګړې په ختمولو کې دا نفوذ مهم رول لوبولی شي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې له اقتصادي همکاریو او متقابل احترام پرته بله لار نه لري او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستاني لوري غږ کړی چې په صادقانه توګه دې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او د روانې جګړې په پای ته رسولو کې دې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
هیره دې نه وي جې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، کتلي دي.
په دغه کتنه کې باجوه ويلي، هېواد یې په دې باور دی چې په افغانستان کې نظامي حل لار شتون نه لري او يوازينۍ لار د خبرو له لارې په ټولشموله حکومت هوکړه او ټاکنې دي.