ا.ا: هغه کسان چې دین او نظام ته ژمن نه وي نظام کې ورته ځای نشته

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ا.ا.ا د صفوفو د تصفیې کمېسون وایي، د ا.ا په صفوفو کې هغه کس ته ځای نشته چې د ا.ا د اصولو خلاف وي.

د صفوفو د تصفیې کمېسیون نن په خپله لومړۍ ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې د ا.ا د اصولو خلاف هر هغه کس به له صفوفو ایستل کېږي چې د امارت له نوم څخه ناسمه ګټه پورته کوي.

د دې کمېسیون یوه غړي وویل، ا.ا یو اسلامي نظام دی او په خپلو افرادو کې يې د هغو کسانو تصفیه په جدي توګه پیل کړې، چې د ا.ا له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي.

د نوموړي په خبره، هر هغه کس چې دین او نظام ته ژمن نه وي، نو نظام کې هم ورته ځای نشته.

د صفوفو د تصفیې غړی زیاتوي د ا.ا د صفوفو د تصفیې لپاره مشرتابه د پنځو نورو کمېسیونونو د جوړېدو سپارښتنه کړې چې دې سره به د تصفیې پروسه نوره هم ګړندۍ شي.

نوموړی وايي، د پخواني نظام ټولو نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه شوې او هېڅوک حق نه لري چې د تېر نظام کارکوونکی په یو او بل نوم وزوروي او د ا.ا لخوا دا جرم ګڼل کېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي