ا.ا د ځنګلونو ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

وروسته تر هغه چې له افغانستان څخه بهر ته ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق خبرونه ورکړل شول، د افغانستان ا.ا ویلي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي.

کورنیو چارو وزارت د یاد خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه وزارت په پلان کې لري چې د ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره د (زرغونه قطعې) په چوکاټ کې ځواکونه ځای پر ځای کړي څو وکولی شي د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او قاچاق مخه ونیسي.

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له کونړ ولایت څخه پاکستان ته د لرګیو د قاچاق ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول خو ا.ا وویل چې شوې ویډیو اوسنۍ نه ده.

هېره دې نه وي چې د څو کلونو راهیسې د ځنګلونو د غیرې قانوني وهلو د ګڼو خلکو اندېښنې راپارولې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي