د ا.ا.ا وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوملړ لري.
مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.
دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونو استازي ور بلل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې اجماع جوړېدل دي.
روسیه وايي، په نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ به، د طالبانو پر پلاوي د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ټینګار وشي.
د یادونې ده چې امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی.
تر دې وړاندې روسیې ویلي وو چې ښایي امریکايي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
هیره دې نه وي چې تېره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان په تړاو د مسکو ناستې ته روان شو.
په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي،د سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران او کابل ښاروال هم برخه لري.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه ناستې موخه داده تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دیته پرینږدي چې منزوي شي.