ا.ا ایران ته د اوبو د خوشې کولو خبرونه رد کړي دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان ا.ا هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشې کړل شوې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د کمال خان بند اوبه د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خوشې شوې دي او ایران ته د دغو اوبو د خوشې کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.

د یادونې ده چې ایراني رسنیو په کابل کې د دې هېواد سفارت چارواکو له قوله لیکلي، چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي دي.

په ايران کې د جماران نيوز په نوم یوې رسنۍ په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر سید حسین مرتضوي له قوله ليکلي، چې طالبانو پرون د جدي ۲۸مه د کمال خان بند اوبه د ایران پر لوري خوشې کړې دي.

ایراني رسنیو لیکلي، په افغانستان کې د ايران د سفير مرستيال سيد حسين مرتضوي وایي، چې تهران ته د طالبان د بهرنیو چارو د وزیر امير خان متقي په سفر کې ورسره تر خبرو او مذاکراتو وروسته پريکړه وشوه چې د کمال خان د بند اوبه نن ايراني لوري ته خوشې شي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایران غواړي له افغانستان سره د اوبو پر مسئله خبرې وکړي.

شنونکي وایي، چې ایران د کمال خان بند د جوړېدو د مخنیوي ډېرې هڅې وکړې، خو پخواني ولسمشر اشرف غنی د ایران د شدید مخالفت باوجود دکمال خان بند چارو ته ادامه ورکړه.

هېره دې نه وي چې د کمال خان بند له جوړېدو سره سم ایران ته تلونکې اوبه را وګرځول شوې چې د ایراني چارواکو په ګډون یې په ایران کې پراخ غبرګونونه راوپارول او غوغاوې یې جوړې کړې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي