
وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کیدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي.
بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د سيمې ځينو حکومتونو او نړېوالو سازمانونو سره په دې تړاو له نږدې په اړیکه کې دي.
ورته مهال د چک په پلازمینه پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي د افغانانو څخه وغوښتل چې د سفارت د وټس اپ اپلیکیشن یا ایمیل ادرس له لارې د دوی سره تماس ونیسي او خپل نومونه دې ثبت کړي.
آریوبی وویل چې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې دی او په اروپا کې افغان سفیرانو هم له اوکراین څخه د افغانانو د ایستلو لپاره د همغږۍ یوه ډله جوړه کړې ده.