ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

رنګین تجريدي ډیزاین

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي.

سرچینه وړاندې لیکي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي.

په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو وویل، چې د افغانستان ګاونډي دې خپلو پولو کې پر کډوالو سختۍ نه راولي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه، پاکستان، ایران او تاجکستان دې پر افغان کډوالو فشارونه او سختۍ ودروي او خپلې پولې دې د دوی پر مخ پرانیزي.

یادې ادارې ویلي چې په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو ایستل ډېر شوي چې دا مسله د اندېښنې وړ ده او یاد هېوادونه دې له دغه چارې لاس په سر شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي وه چې له کډوالو او بېځایه شوو سره مرستې وکړي او د زرګونه افغانانو ژوند وژغوري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي