ایا نوم مو په ژوند او شخصیت اغېز لري؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: حماد هلال

امکان لري، د ډېروخلکو لپاره دا موضوع د باور وړ نه وي، خو نوم د انسان په ژوند او شخصیت کې مهم اغېز لري، په دې لیکنه کې په ژوند او شخصیت د نوم اغېز په اړه مالوماتو درکوو.

ایا کله مو په دې اړه فکر کړی، چې نوم به زموږ په شخصیت او ژوند څنګه اغېز ولري؟ ممکن دا درته جالبه اوسي، خو نوم په ژوند ډېر اغېز لري. په حقیقت کې د هر شخص نوم د هغه د شخصیت مرکزي هسته ده او د شخص ذاتي شکل هم جوړوي، په دې دلیل نوم او تخلص  نورو ته ښايي چې موږ څوک یوو دا زموږ یو فرهنګ میراث دی. په رښتیا هم نوم د شخصیت په جوړولو کې اغېز لري، کولای شي په شخصیت منفي او مثبت اغېز پرېږدي. په همدې دلیل د کورنیو څخه تمه کېږي، چې د خپلو بچیانو لپاره مناسب نوم وټاکي او په دې اړه بېړه ونکړي.

یو نوم به په موږ څه ډول اغېز لرونکی وي؟

د نوم په اړه احساسات کولای شي ښه، بد یا خنثی وي. ماشومان په ذاتي ډول نوښتګر دي، شرایط او محیط په ښه شکل درک کولی شي. که ستاسو د ماشوم نوم لږ خندوونکی وي، احتمالاً هغه د مستعار نوم ټاکلو لپاره ډېره علاقه ښايي او همدا امر کله د اضطراب، وېرې او د هغه په ژوند کې ممکن د داخلي غم لامل شي.

ځيني خلک د چنګیز او اسکندر نومونه په خپلو بچیانو ږدي، بې له دې چې پاملرنه وکړي، چې دا خلک د تاریخ په اوږدو کې زموږ دښمانان وو او په کامل ډول دا کار د خلکو په چلند منفي او بد اغېز پرېږدي، لکه څنګه مې چې وویل د چلند له اړخه نوم په شخص رواني او عاطفي بار وي، یعنې کولای شو ووایو چې مذهبي نومونه هم د شخص په برخلیک کې دخیل دي، نو باید وپوهېږئ، چې د ماشومتوب په دوران کې نا مناسب نوم د دې لامل ګرځي، چې ماشوم ټوکې په رښتیا بدلې شي او ګوښه والی واخلي.

هغه خلک چې په هغوی چاپیریالي نومونه ایښودل شوي، د بېلګې په توګه، ایران، پاریس او لندن دوی په نا پوهېدلي ډول میلان پیداکوي، چې هلته ژوند ترسره کړي. په هر هېواد کې هغه خلک چې بهرني نومونه ولري، په کاري مرکو کې د ګډون کم چانس ترلاسه کوي او په عادي نومونو خلک په دې برخه کې ښه چانس لري.

البته ځيني څېړنې دا مالومات دروغجن ثابتوي، په ځانګړې ډول هغه وخت چې ځيني کمپاینونه هڅه کوي، چې خلک د نوو ډلو څخه د کار لپاره غوره کړي. په ټوله کې ویلی شو، چې نوم یو ځانګړی ځواک دی او ستاسو په اړه د نورو لیدلوري کې مهم اغېز لري.

د نوم له اړخه باور

لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، ځانګړې نومونه کولای شي، تاسو ته د نورو په درناوي اغېز وکړي. ځیني نومونه ډېره غني مانا لري یا د هغې د ویلو طرز ډېره عجیب او ښکلی وي، دا نومونه کولای شي، ستاسو په اړه د نورو په لیدلوري اغېزمن اوسي، البته د یو شخص په اړه د نوم له مخې باید د ښو او بدو قضاوت ترسره نشي.

تصور

هغه وخت چې شخص مو لیدلی نه اوسي او نوم مو یې اوریدلی وي، زموږ په ذهن کې ډېر تصویرونه شکل نیسي. په حقیقت کې هڅه کوو د هغه د نوم له مخې عمر، کار، شخصیت، ټولنیزارزښت او د چلند  ځانګړنو په اړه یې اټکل وکړو. البته ځیني وختونه زموږ تصور د حقیقت څخه لري او د شخص په لیدلو شوک خورو.

د دوه نومونو منفي اغېز

په ټوله نړۍ کې ارواپوهان دې پایلې ته رسیدلي دي، چې د نوم بدلون کولای شي، د هغوی د ژوند سبک او چلند ته سخت بدلون ورکړي، حتا امکان لري د نوم بدلون د یو شخص ذهني و رواني ستونزو یا خپل کوچینوالي ته د میلان نلرلو له امله وي. نو په دې اساس باید والدین د ماشوم نوم په ټاکنه کې ډېر دقیق اوسي، ترڅو د دې لامل نشي، چې څوک دې خپل نوم ته بدلون ورکړي، ځکه چې د نوم بدلون د دې اوسني وضعیت او ماشومتوب سره لوی واټن رامینځته کوي.

معمولاً هغه خلک چې دوه نومونه لري، د احساس او چلند له اړخه ډېرې ستونزې تجربه کوي، د دې په خاطر چې خلک په پوهنتون، اداره، ښوونځي…  کې ورته د تذکرې په نوم غږ کوي، د ملګرو، خپلوانو او کورنۍ په منځ کې ورته په دوهم غږ کوي، د نومونو دا جلاوالی په مختلفو ځایونو کې د حاکم  چلند احساس جلاوالي لامل ګرځي.

نو په دې اساس ارواپوهان وړاندیز کوي، چې والدین باید عرف، فرهنګ او په ټولنه حاکمه افکارو ته په کتو د خپل ماشوم لپاره یو مناسب نوم وټاکي ترڅو په راتلوونکې کې په اجباري ډول د نوم بدلون ته اړ نشي. ډېری وختونه داسې شوي، چې پلار او مور د ماشوم لپاره یو نوم په تذکره کې ولیکي، خو بیا ورته په بل نوم غږ کوي، حال دا چې دا به راتلوونکې کې د ماشوم په ژوند سترې منفې اغېزې ولري.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.