اوچا: افغانستان کې د نړۍ ستر بشري ناورین رامنځ ته کېږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی.

سرچینه همدا راز وایي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

اوچا وايي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر وخت له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه ددغه ناورین د پراختیا مخنیوی وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې که په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره پر وخت اقدام ونه شي نو د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې رامنځ ته شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وچکالۍ او جګړو له امله په وروستیو کې د افغانستان کرنیزه برخه سخته زیانمنه شوې ده.

دغه ادارې ویلي چې د افغانستان ستره برخه ورځنۍ اړتیاوې د کروندو او زراعت له لارې تامینيږي خو وروستیو وچکالیو او جګړو دا برخه زیانمنه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي او وضعیت ورو ورو یوې بشري فاجعې ته نږدې کېږي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې پراخې شي او پر ملاتړو هېوادونو یې غږ کړی چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي