سپینه تجريدي ډیزاین

انجلينا حولي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه اندېښنه څزګنده کړه

انجلينا جولي، پېژندل شوې امريکايۍ اداکاره چې د هنري مخينې پرته، د بشر دوستانه فعاليتونو له امله په ټوله نړۍ کې ځانګړى محبوبيت لري، د افغانستان د وروستيو بدلونونو او او د ښځو/ نجونو په راتلونکې د اغېز له امله اندېښنه ښکاره کړه.
پر افغانستان د طالب وسله والو واکمن کېدو سره، چې وړاندې تر دې هم د واک ترلاسه کولو سره د ښځو او نجونو لپاره هم توره دوره وه، د افغانستان د اوسېدونکو سربېره، ډېرى مدني او حقوقي فعالانو او هنري شخصيتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
مېرمن جولي چې د بشر دوستانه چارو د سفېرې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالۍ کمېشنرۍ ځانګړې استازې په توګه هم ګمارل شوې، د يکشنبې په ورځ د المانۍ نشريې سره په خبرو کې وويل؛ د هغه څه په خاطر چې شايد د افغانو ښځو پر سر راشي، سخته اندېښمنه ده.
دغه ښځينه امريکايۍ اداکارې په دې اړه وويل چې فکر نه کوي د افغانستان راتلونکى حکومت په اسانۍ وکولاى شي وخت تېر/ ماضي ته يوسي، تر څو هر څه شل کاله مخکې ته ور وګرځي.
دا اندېښنې د تېرو ورځو په اړه د ښځو او نجونو لاريونونو چې ټولنيزو او سياسي حقونو د ترلاسه کولو په خاطر وې، وروسته راپورته شوې.
په کابل کې د ښځو لاريون چې په حکومت کې د سهم او په راتلونکې کې په دولت کې د مساوي حقونو ترلاسه کولو په خاطر وې، د طالبانو د غبرګون سره مخ شوې.