ملګري ملتونه وایي د بریدونو د درولو وخت دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي.
دده په خبره ددې جدي اړتیا ده چې بریدونه ودرول شي او مذاکرات چټک کړل شي.
ګوتریش وایي د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده، خو که کومه ډله د زور له لارې واک ته رسېدل او د جګړو دوام غواړي؛ نو دوی به افغانستان منزوي کړي او ملکي تلفات به لوړ شي.
هغه یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي.
په ورته وخت کې ناټو د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې وه.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر دې ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، ټولو اړخونو له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی. د
ناټو عمومي منشي وایي دوی په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي او تر څنګ یې ددوی د ماموریت د پرسونل پر امنیت هم خبرې شوې دي.
سټولټنبرګ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او په خبره یې روان تاوتریخوالی بوږنوونکی دی.