د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د افغانستان له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت د ټولو اړوندو نړیوالو ادارو هرکلی کوي چې د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو په برخه کې کار کوي او تل يې غوښتنه دا ده چې د ارقامو په را ټولولو کې پوره دقت وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، افغان حکومت په ټولو عملياتو کې د ملکي خلکو ژوند ته زياته پاملرنه کوي، ان له ډېرو عملياتو يې په دې خاطر ډډه هم کړې چې د ملکي خلکو سر او مال ته پکې زیان وي.
د خبرپاڼې په وینا، دا چې طالبانو او ټولو تروريستي ډلو تل عام او ملکي وګړي او د هغوی کورونه سپر ګرځولي؛ نو د ملکي تلفاتو لامل کېږي.
خبرپاڼې کاږي،د يوناما په راپور کې طالبان د ۴۶٪ ملکي تلفاتو عاملین ګڼل شوي، خو په حقيقت کې د طالبانو مسووليت تر دې هم ځکه لوړ دی چې په افغانستان کې يې اکثريت ترهګرو ډلو ته د فعاليت زمينه برابره کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې، طالبانو په قطر کې د سولې له خبرو سره هممهاله په کابل او نورو ولايتونو کې د خبريالانو، مدني ټولنو او بشر د حقوقو پر غړيو بريدونه روان ساتلي چې د سولې، پخلاينې او بشري ښېګڼو اوچتېدونکي غږونه غلي کړي.
خبرپاڼې همدا راز ویلي چې د طالبانو له هر ډول بریدونو سره ـ سره د امنیتي ځواکونو هڅه تل همدا وي چې د خپل ولس ساتنه وکړي او په خپله مبارزه کې بریالي ثابت شوي دي.
امنیت شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو مرستندویې ټولنې یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۸۸۲۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي.
یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی دی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو دا راپور طالبانو رد کړی دی.