د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیونه ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ میلیونه ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.
امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلان کړې چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې ده.
پر جګړو او له کبله یې د افغانانو د بې ځایه کېدو او کرونا وبا ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیمې یو وار بیا سختې وچکالۍ ځپلي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک شوی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی.
وزارت ویلي چې دې پروګرام ته یې امکانات نور هم ډیر کړي دي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د دې ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کار کوونکو شمیر ډیر شوی دی.
پرایس زیاته کړې، چې تیره میاشت د ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه هم شوې ده.
نوموړي وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي او څومره چې امکان لري دا کار به په چټکۍ تر سره کیږي.