
په امریکا کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۳۹ کسان لادرکه شوي دي.
د امریکا سمندري ځواک وايي دوی هغه مهال په دې پېښه پوه شول، چې له بېړۍ یوه پاتې کس د دوی په کېښتۍ پورې ځان ونښلوه.
سمندري ځواک وايي ډېر احتمال شته چې دا به د انساني قاچبرو بېړۍ وه چې مسافرو یې یوه هم د ژغورنې واسکټونه نه لرل.
دوی وایي د لادرکه شوو کسانو په اړه پلټنې روانې دي، خو د ژوند تمه یې نشته ده.
سمندري ځواک وايي دوی د ډوبې شوې بېړۍ په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي او تر بشپړېدو وروسته به ټول معلومات له رسنیو سره شریک کړي.