امریکا وایي په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره یې بې پیلوټه الوتکې فعالې دي.
امریکايي دفاعي چارواکو ددغه هېواد سنا ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، ددې احتمال شته چې ځينې ترهګرې ډلې په دوو کلونو او ځينې په شپږو میاشتو کې پر امریکا د برید جوګه شي او دغه هېواد ته خطرونه جوړ کړي.
سرچینه وایي ترهګرې ډلې پر امریکا او متحدینو یې د برید په لټه کې دي نو له همدې امله دوی په سیمه کې هر څه د بې پيلوټه الوتکو په مرسته څاري.
امریکايي چارواکو ویلي د افغانستان او سیمې د څارلو لپاره یې بې پيلوټه الوتکې پروازونه کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا الوتکې له کومه ځایه پرواز کوي او د کنټرول مرکزونه یې چېرته دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو چې د دوحې په مذاکراتو کې یې پراخ رول درلود وایي د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کې پر روان وضعیت او له دغه هېواد د مستحقو کسانو د ایستلو او د دوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې پټه خوله دی.
پمپیو هم د نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په څېر د بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او وايي بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي.
هغه زیاته کړې چې امریکایان د وضاحت غوښتونکي دي نو بايډن دې د وېرې له پردو راووځي او امریکايي ولس ته دې د خپلو تېروتنو په اړه وضاحت ورکړي.
تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بايډن په بې کفایتۍ، بې پروایۍ او ناکامۍ تورن کړی دی.