امریکا د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي دي.
په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې راهیسې ددغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي چې د مالي مسایلو په برخه کې دې چارې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.
په واشنګټن کې افغان سفارت شاوخوا ۹۰ کارکوونکي لري، چې د بانکي حسابونو د تړل کېدو له امله یې معاشونه نه دي اخیستي او دغه راز د پاسپورتونو د تمدید په برخه کې یې مالي مسایل له ستونزو سره مخ شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.