په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر وایي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي.
راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي.
ویلسن طالبان د دوحې هوکړې پر ماتولو تورن کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی به تر وتلو وروسته هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته اوږه ورکړي.
ویلسن ویلي، د امریکا وتل په دې مانا نه دي چې دا هېواد به نور یوازې پاتې وي؛ بلکې ډاډ ورکوي چې دوی به په دغه هېواد کې پاتې وي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي.
هغه دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور ته په اشارې ویلي چې داعش ډله لا هم په دغه هېواد کې پیاوړی حضور لري او لا هم د یو ستر ګواښ په توګه مطرح ده.
بلخوا نن امریکايي نظامي چارواکو د افغانستان په تړاو د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه وضاحت ورکړی دی.
د امریکا ددفاع وزارت ګڼ چارواکي د امریکا د استازو مجلس دفاعي کمېټې ته وربلل شوي وو او د امریکایي استازو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي.
د راپورونو له مخې په دې کې د امریکا لوړپوړي نظامیان هم شامل وو چې په سیمه او افغانستان کې پر روان نظامي وضعیت څارنه کوي.
د امریکا ددفاع وزارت مرستیال سکرتر ډېوېډ هېلوي خپلې خبرې په کابل کې پر یوه ښوونځي له وروستي برید پیل کړې او زیاته یې کړه چې لا هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ اړوند ګواښونه تر یوې کچې شته خو امریکا هم خپل تدابیر لري.
دده په خبره دوی په افغانستان کې خپل راتلونکي اقدامات له درېیو لارو تنظیموي، یو د افغان ځواکونو له ملاتړ او له افغان چارواکو سره ديپلوماتیکې اړیکې، په سیمه کې د خپلو سرتېرو د حضور په مرسته او په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد اقداماتو پر مټ دوی هڅه کوي په افغانستان کې د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.
امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی د افغان پوځ او افغان همکارانو ملاتړ ته ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا ترهګریز ګواښونه له دغه هېواد نړۍ او امریکا ته متوجه شي.