امریکا د القاعده د احتمالي ګواښ په اړه اندېښمنه ده

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي.

د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده به بیا افغانستان کې سر راپورته کړي او پر امریکا او نورو اهدافو به نوي بریدونه پلان کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن پرون د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل، په احتمالي ډول به القاعده په دوو کلونو کې داسې وړتیا پيدا کړای شي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي په دې غونډه کې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو له مهالوېش سره موافق دی او په خبره ‌یې اوس ګواښ په متوسط حالت کې دی.

میلي زیاته کړې چې د افغانستان د حکومت د سقوط او یا هم د افغان امنیتي ځواکونو د لغوه کېدو په صورت کې به خطر ډېر شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې د ځواکونو وتلو په اړه د بایډن پرېکړې اروپایي متحدین په څلورلارې کې درولي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه پرېکړه د ولسمشر بایډن د بهرني سیاست لومړنۍ پالیسي وه چې اروپایي ملګري یې سخت حیران کړل.

ورځپاڼې د کارپوه ادم ونسټاین له قوله ویلي چې د بایډن پرېکړه که ډېره ښه نه وه نو ډېره بده هم نه ده، ځکه چې په دغه هېواد کې د امریکا اوږده جګړه باید نوره پای ته رسېدلې وای.

نوموړي ویلي، اروپایي متحدینو هڅه کوله چې له افغانستان سره په هر اړخیزه توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو د ځواکونو وتلو خبر حیران کړي او اوس په یوه څلورلارې کې پاتې دي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډڼ اعلان کړی دی چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي