د امریکا د خزانې وزارت وايي، چې پر طالبانو به بندیزونه دوام کوي.
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیزونه دوام وکړي.
هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طالبانو لاس ته و نه لوېږي.
د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي.
په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په رامنځ ته کېدو دی.
د یادونې ده چې سپوتنیک ته فرانسوي شنونکو او سیاستوالو ویلي چې نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی دی چې دا کافي نه دي.
سرچینه وایي چې له افغانانو سره د خواخوږۍ او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي څو هلته اقتصادي ثبات وساتل شي.
سرچینه کاږي افغانستان په سخت وضعیت کې دی، بشري مرستو ته اړتیا لري، سوداګر د خپلو کارونو پيلولو ته اړ دي او ددې هر څه لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي.
بلخوا نشنل انټرسټ نشریې په یوه اوږده مطلب کې په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو، د امریکایي چارواکو څرګندونو او روان وضعیت ته کتنه کړې ده.
سرچینه کاږي د امریکایي چارواکو له څرګندونو او دغه راز په افغانستان کې له روان وضعیت ښکاري چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې د جګړې تکتیک بدل شوی او د حضوري جګړې پر ځای غواړي د ډرون په وسیله خپل هدفونه په نښه کړي.
نشنل انټرسټ د امریکا دغه ډول احتمالي اقدامات غندي او په خبره یې که امریکایي چارواکي په افغانستان کې بله هر ډول مداخله وکړي او یا په نورو د جګړو د دوام په لټه کې وي دا به امریکا او د دوی متحدینو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.