امریکا ته تللي کډوال کرايي کورونه نه شي پیدا کولی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

امریکا ته تللي کډوال د کورونو په پیدا کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې د کورونو خاوندان یا کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه کوي او یا یې کرایې لوړې کړې دي.

د امریکا حکومت بیا وایي دوی هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړي او د کورونو د نشتوالي ستونزه یې حل کړي.

امریکايي سوداګر وايي د نوو راغلو کډوالو په اړه هېڅ راز مالي او نور ضمانتونه نشته له همدې امله دوی ته د کورونو له ورکړې ډډه کوي.

د امریکا حکومت ویلي چې دمګړی یې لسګونه کډوال په هوټلونو او نظامي اډو کې په موقتي توګه ځای پر ځای کړي دي خو تر څنګ یې دوی ته د کورونو د پیدا کولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره ګڼ شمېر افغانان له هېواد څخه ووتل چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ژوند سختې ورځې تېروي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي