امریکا: تر اړتیا پرته افغانستان کې د یوې دقیقې پاتې کېدو شوقیان نه یو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي.

ددغه وزارت د ویاند په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي.

نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي. هغه زیاتوي چې د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک شي او هڅه کېږي چې تر ممکن حد لوړه شمېره کسان ولېږدوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د خپل حضور د دوام په اړه ویلي چې ان یو ساعت هم له اړتیا پرته په افغانستان کې د حضور پلویان او شوقیان نه دي.

دده په خبره همدا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان وځي او هوايي ډګر به تخلیه کوي.

بلخوا تېره ورځ د بریتانیا د دفاع وزارت یو تن مرستیال ویلی چې لومړی وزیر بوریس جانسن به له بایډن څخه وغواړي چې د طالبانو په موافقه له افغانستان څخه د وتلو نېټه تمدید کړي.

جیمز هپي ویلي چې له دغه هېواد څخه په ټاکلې نېټه د ځواکونو وتل امکان نه لري؛ نو باید د ځواکونو د وتلو نېټه لږ وخت نوره هم وغځول شي.

هغه زیاته کړې چې ښایي جانسن د جي اووه هېوادونو په اقتصادي غونډه کې چې په نږدې راتلونکې کې ترسره کېږي له بایډن سره وګوري.

هپي څرګنده کړې چې دوی د خپلو ځواکونو او همکارانو پر ایستلو بوخت دي؛ خو ټینګار کوي چې ټاکلې نېټه کې شونې نه ده چې دا کار پای ته ورسېږي؛ نو غوره به دا وي چې یو څه وخت نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي څو په ارامۍ دا پروسه بشپړه کړي.

د ویلو ده چې د طالبانو یو تن ویاند بیا ویلي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوې نېټه د دوی لپاره سره کرښه ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي