امریکا وایي ایران ته به یې د خپلو کړنو سزا ورکړي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران په نړیوالو اوبو کې سترو تېل او بار وړونکو بېړیو ته امنیتي ستونزې جوړوي او په اسراییلي بېړۍ کې د وروستۍ چاودنې مسوول هم ایران دی.
د بلینکن په خبره د ایران دغه ډول کړنې په سمندري راشه ورشه کې د نظم د خرابوالي سبب ګرځي او دوی به یې پر وړاندې اقدام کوي.
دده په خبره نړیوالو ته په کار ده چې د بې نظمۍ او نا امنۍ له عاملینو سره حساب کتاب وکړي او که په دې برخه کې نرمښت وښودل شي، ښایي دا ډول کړنې په سمندرونو کې شته سکون له منځه یوسي.
امریکا ژمنه کړې چې په خپل وار به د ایران د کړنو جزا ورکړي.