په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومت غوښتي چې له افغان ځواکونو او جمهوريت څخه د دفاع لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړي.
د دغه سفارت سرپرست راس وېلسن نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د طالبانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي، خو د افغان ځواکونو پر وړتیا باور لري.
نوموړي د داسې یوې ستراتېژۍ د جوړولو غوښتنه وکړه چې افغانان د ځواکونو په پیاوړتیا ډاډمن کړي.
وېلسن د دغه ستراتېژۍ د جزئیاتو او څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت پیاوړي امنیتي ځواکونه لري او دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره کار کوي.
په ورته وخت کې روسي چارواکو هم ویلي، چې د دې احتمال ډېر لرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د اوس وخت لپاره دا احتمال ډېر لرې دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي.
نوموړي هیله ښودلې چې د ملي روغې جوړې پروسه به پیلېږي چې په پایله کې به یې د ملي تړون حکومت جوړ شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا احتمال چې طالبان به ټول افغانستان ونیسي ډېر لږ بللی. کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې طالبان دې افغانستان ونیولی شي.