امریکایي چارواکي: له افغانستان د تجهیزاتو ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ملټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی دی بلکې له سیمه ییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي دي څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي و چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د ځواکونو او تجهیزاتو ایستل پیل کړي.

د ویلو ده چې جو بایډن ژمنه کړې وه چې د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي او د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

په ورته وخت کې امریکا وایي د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر د ساتنې لپاره یې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته لېږلې او ددې احتمال شته چې په افغانستان کې خپل ځواکونه هم ډېر کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ بي ۵۲ ډوله الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوي او تر څنګ یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر هم ډېرېږي څو د وتلو په بهیر کې د امریکايي ځواکونو امنیت تامین کړي.

پنټاګون ویلي چې دمګړی د دوی دوه لویې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسېدلې دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي دوی له افغانستان د خپلو ځينو تجهیزاتو ایستل پيلوي، ځینې افغان پوځ ته سپاري او ځینې په افغانستان کې له منځه وړي.

کربي دغه راز زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه مخ ته ځي او هڅه کېږي د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي