د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنیوا غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي.
له خپل روسي سیال سره له پرونۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسيې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.
لاوروف له بلېنکن سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره ویلي، چې هېواد يې پر اوکراین د برید هیڅ اراده نه لري، خو وایي د خپل امنیت ضمانت حتمي غواړي چې په هغه کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکول هم شامل دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته ګواښ کړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې دې بېساري ناورین ته منتظر اوسي.
بایډن د ولسمشر په توګه خپل لومړني کلني کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دوی کره شواهد لري چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي خو خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته روسیه دا کار وکړي نو له تر ټولو بدو پایلو سره به مخ شي.
بایډن ټینګار کړی دی چې که چېرته روسیه دا تېروتنه وکړي نو د دوی تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې به یې ساه ووځي.
د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم ویلي وو، دوی ډاډه دي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري.
روسیې تر اوسه پورې پر اوکراین د برید د پلان په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.