الکوزی: ا.ا دې د زیربناوو په برخه کې له خصوصي سکټور سره مرستې وکړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي په افغانستان کې د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه د ا.ا د چارواکو د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي، چې باید عملآ د زیربناو په برخه کې خصوصي سکټور سره مرستې وشي.

ا.ا وايي چې په لنډمهاله اقتصادي پالیسي کې يې خصوصي سکټورځانکړی ځای لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې حکومت باید عملآ د خصوصي سکټور د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه، چې د بریښنا او ځمکو ستونزې په کې شاملې دي، د هوارولو لپاره اقدامات وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، چې خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خامو موادو د انتقال او د ګاونډیو هیوادونو سره د صنعت په برخه کې د شته رقابت پر وړاندې د حکومت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري.

الکوزي وویل، چې خصوصي سکټور د زیربناوو په برخه کې د مرستې تر څنګ د قوانینو اسانولو او مالیاتي ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه وویل، چې په ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان او ازبکستان کې، چې زیربنا یې هم جوړې دي خصوصي سکټور په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته د مالیو د معافولو په ګډون یو لړ اسانتیاوې برابرې دي.

د نوموړي په خبره نړۍ سره د افغانستان اړیکو ټینګول او د نوي حکومت د رسمیت نه پیژندلو مسله هم یادې کړې او ویې ویل، چې دغو مسلو د حل پرته به خصوصي سکټور ته ګرانه وي، چې ښه پرمختګ وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي