لیکنه: احمد فرهاد توتاخیل
په فرسټ کلاس کریکټ کې د افغان توپ وهونکي بهیر شاه محبوب د منډو اوسط (۱۲۱،۷۷) ته لوړ شو، چې د منډو دغه کچه تر بل هر یوه توپ وهونکي لوړه ده.
په فرسټ کلاس کریکټ کې د خلکو ډیرې تمې او اټکلونه وو، چې د سر ډون براډمن (Sir Don Bradman) د منډو لوړ اوسط، چې (۹۹،۹۴) وو، ریکارډ به څوک ماتوي، خو اوس افغان لوبغاړي بهیر شاه تر براډمن هم د منډو ستر اوسط جوړ کړ او د کریکټ په نړۍ کې یې لوړ ریکارډ پریښود.
افغان کریکټر بهیر شاه اوسمهال د کریکټ د نړیوالې شورا (ICC) ۱۹ کلنو ځوانانو جام سیالیو کې په نیوزیلنډ هیواد کې لوبیږي. دغه توپوهونکي د توپوهنې په برخه کې د بې سارو مهارتونو په درلودلو او په فرسټ کلاس کریکټ کې د چټکو منډو په جوړولو سره د کریکټ په نړۍ کې د ځلانده ستوري مقام خپل کړ.
په فرسټ کلاس کریکټ کې د بهیر شاه پیل له لومړۍ ورځې څخه مسلکي وو او همدا لامل شو، چې زیاتې منډې جوړې کړي.
بهیر شاه محبوب وايي: “زما لپاره هغه نه هیریدونکې شیبې دي. زه د دوه ورځو لپاره په ویشتنځي کې (ناسوځیدلی) ولاړ وم او ډیر د ارامۍ احساس مې کاوه. د دغه ټورنمنټ نه مخکې ما په خپل بدن (فیټنیس) کار کړی وو او لوبډلمشر دا هم رازده کړي وو، چې څنګه ښه توپوهنه وکړم. په ژوند کې، هر هغه څوک چې غواړي د لوړو منډو هدف جوړ کړي، نو دا به ورته ډیر د خوښۍ او هیجانۍ ځای وي.”
بهیر د بیل پونسفورډ (Bill Ponsford) ریکارډ مات کړ. بیل پونسفورډ هغه لوبغاړی وو، چې غوښتل یې په فرسټ کلاس کریکټ کې په (۱۰۰۰) منډو جوړلو سره تر ټولو چټک لوبغاړی شي او ریکارډ جوړ کړي، خو د باران د وریدو له امله لوبه ودریدلې وه او خپل هدف ته ونه رسید. بهیر شاه په شپږو لومړیو لوبو کې (۸۳۱) منډې جوړې کړې وې، چې دا پخپله یو ریکارډ دی.
بهیر وايي: “په کورنیو لوبو کې لوبیدل یو ستونزمن کار دی، نو په همدې اساس زه د خپلې کورنۍ، ملګرو او لوبډلمشر له ملاتړ څخه ډیره مننه کوم.”
نوموړی زیاتوي: “ما فکر کاوه چې زه به په خپل پوره هڅې سره په دغو لوبو کې (۱۰۰۰) منډې جوړې کړم، چې دا پخپله یو حیرانوونکی کار دی.”
د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالۍ، چې د جنوري میاشتې په ۱۳ مه نیټه پیلیدونکې دي، افغان کریکټ لوبډله بهیر شاه ته اړتیا لري. نوموړي د (Central Districts XI) پیاوړي ټیم پر وړاندې یوه سلیزه او ۹۸ منډې جوړې کړې.
هغه وايي: “په ناپیر (Napier) کې په لومړیو تمریناتي لوبو کې زما پیل ډیر ښه وو. په تمریناتي لوبو کې ټول لوبغاړي د فرسټ کلاس له لوبغاړو سره په معیار برابر وو، خو موږ څلور لوبې وکړې، چې څلور واړه لوبې مو ترې وګټلې. د هر ځوان لوبغاړي لپاره ښه دا ده چې باید په خپل مسلک کې پرمختګ وکړي، نو په همدې اساس زه به خپل پوره هڅه وکړم، ترڅو په نړیوال جام کې تر دې نور هم ښه وځلیږم. زما خوښیږي چې په سختو او ننګوونکو حالاتو کې لوبه وکړم. ننګوونکي حالات ډیر دي، خو زه یوازې غواړم په ویشتنځي کې ولاړ اوسم او ټول فشار په خپل ځان راوړم او د ملګري له اوږو مې فشار کم کړم.”
نوموړی زیاتوي: “زما د خوښې لوبغاړی هاشم املا دی، ځکه چې هغه ډیر خاموش دی او په سختو حالاتو کې ښه لوبه کوي. زه هم غواړم چې خاموش واوسم او مخ پر وړاندې ولاړ شم.”