افغان حکومت: د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام را اړوو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغان حکومت وايي هڅه کوي د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام راواړوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او ددغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري.

دده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې امله د نړیوالو بنسټونو مسوولیت دی چې ددغه ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

اسحاقزی وایي طالبان لا هم په پاکستان کې مرکزونه لري، امن پټنځایونه او روزنځایونه لري؛ نو ځکه دوی هڅه کوي نړیوالو ته د طالبانو اصلي مرکزونه په ډاګه کړي.

دده په خبره پاکستان ته په کار ده چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ودروي او له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي.

ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې په دې برید کې شاوخوا ۵۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف هم تایید کړې، چې یادو الوتکو تېره شپه وقفه يي هوايي بریدونه کړي دي او هغه طالبان یې په نښه کړي، چې پر شبرغان یې بریدونه کړي دي.

د نوموړې په خبره طالبان په تيپ لېوا کې د وسلو او مهماتو د راټولولو په حال کې وو چې د هوایي برید ښکار شول او شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند هم تایید کړې چې دوی هوایي بریدونه پيل کړي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي