افغان حکومت: د جګړې له امله د انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

افغان حکومت وایي د جګړو له امله د لسګونه انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.

د افغان حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رییس او همدا راز د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي چې جګړو د افغان هرې برخې ته زیان اړولی دی.

دده په وینا دمګړی په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۱۲ انکشافي پروژو کارونه د جګړو له امله ځنډېدلي دي او همدا راز لسګونه عامه تاسیسات هم په جګړو کې له منځه تللي.

دده په خبره طالبانو په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ نړولې او یا زیانمنې کړې دي.

هغه د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې نور دې روانه جګړه ودروي او د سولې لپاره دې خپلې هڅې پراخې کړي.

دده په خبره طالبانو ته په کار ده چې له ورانۍ او جګړو لاس په سر شي.

افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان بیا وایي دوی دولتي تاسیسات نه ورانوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه بولي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي