اسوشټېډ پرېس: د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران له ګواښ سره مخ دي

رنګین تجريدي ډیزاین

اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې له هغو کسانو سره مرکې کړې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په بېلو برخو کې له امریکایي او ناټو ځواکونو سره همکاري لرله.

یاد اژانس زیاته کړې، چې دغه کسان له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو غواړي چې دوی ته د کډوالۍ اسانتیا برابره کړي او د امنیت لپاره یې هڅې وکړي.

یوې امریکایي سرچینې ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانانو په تېرو شلو کلونو کې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره همکاري لرله، چې له دې ډلې ډېری یې د پناه غوښتنه کوي.

بلخوا امریکایي سناتورانو بیا پر امریکایي حکومت غږ کړی چې دغه کسانو ته دې ځانګړې وېزې ډېرې کړي او د وېزو په ورکړه کې دې هم اسانتیا راولي.

تر دې وړاندې هم د امریکایي ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلي وو چې په افغانستان کې د هدفي وژنو په ګډون له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې یوې امریکايي رسنۍ (NPR) په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ټولو لوړپوړو امریکایي چارواکو په خپلو څرګندونو کې له افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده خو دغه ملاتړ یې واضح کړی نه دی.

سرچینه زیاتوي، سره له دې چې افغان ځواکونه د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري خو په دې برخه کې د ملګرو هېوادونو د ملاتړ واضح ژمنه نشته ده.

دغه رسنۍ وايي د ملاتړ په برخه کې د ابهام موجودیت افغانانو په تېره افغان پوځیانو ته اندېښنې پیدا کړې دي او نړیوالو ته په کار ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان حکومت او افغان پوځ سره واضح او د عملي کېدو وړ ژمنې ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي