
طالبانو له ازبکستان سره د ترمز- کابل-پېښور پر رېللارې خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیکېږي.
ویل کېږي چې دمګړی له ازبکستان سره د ترمذ-کابل- پېښور د رېل پټلۍ په اړه خبرې شوې دي او ټاکل شوې چې ددغه پټلۍ د جوړولو پر سر هم توافقات رامنځ ته شي.
همدا راز د برېښنا د صادراتو، اقتصادي اړیکو او ترانزیت پر سر د هوکړې رامنځ ته کېدل ددې بحثونو عمده موضوع ده.
د ا.ا چارواکو ویلي چې له مرکزي اسیا سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي څو وکړی شي د افغانستان اوسنۍ اړتیاوې له دې هېوادونو پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ا.ا.ا د ريس الوزرا د دويم مرستيال په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ.
په دغه پلاوي کې د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورټ او ځينو نورو ادارو استازي شامل وو.
ازبکستان په سیمه کې د افغانستان ملګری هېواد ګڼل کېږي چې تل یې دلته د اقتصادي مسایلو تر څنګ د سولې او ثبات په راتګ کې هم همکارۍ کړې دي.