ولسمشرۍ ماڼۍ په ننګرهار کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په باوري کلي کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو د تروریستي برید له امله د یادې کارخونې اووه کارکوونکي وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او د بې ګناه هېوادوالو وژنې ته یې دوام ورکړی دی.
د یادونې ده چې تېره شپه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د ناڅرګندونو وسله والو په یو برید کې د ګچو د تولید کارخانې اووه کارګر وژل شوي دي.
سرچینې وایي چې وژل شوي کسان د بامیان ولایت اوسېدونکي وو.
د برید پړه تر اوسه کومې ډله پر غاړه نه ده اخیستې.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فخر الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ هغه پنځه کسیزه ډله ونيول شوه، چې دوه اونۍ وړاندې یې جلال اباد ښار کې ډاکټر میهن یوسفي شهید کړ.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یادو نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په قضیه کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې د۳ ریکشاوو په وسیله د ۹کسیز ګروپ په مرسته یاده پېښه ترسره کړه.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هره ورځ هدفي وژنې ترسره کېږي.
د یادونې ده چې نن سهار هم د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ددغه ولایت د دولتي روغتون یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې ده.
بل لور ته بیا وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله والو درې ښځينه خبریالانې په ډزو ووژلې.
په جلال اباد کې وروستیو نا امنیو او هدفي بریدونو د دغه ولایت په ځایي امنیتي چارواکو هم نیوکې ډېرې کړې دي.
ددغه ولایت مدني فعالین او ولسونه ددې غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د خلکو د امنیت د تامین لپاره هڅې ډېرې کړي.