ارګ وایي، چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی.
د ارګ له لوري په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتو هم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه ده.
د خبرپاڼې همدا راز ویلي، چې ولسمشر غني، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعات کړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو هېوادوالو ساتنه او دفاع وکړي.
ارګ داسې مهال دا خبرې کوي، چې تېره شپه طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان دې په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي، خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.
په اعلامیه کې وړاندي راغلي، چې طالب وسلوال دې د حکومت سیمو ته نه ورځي او افغان ځواکونو او مشرانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي.
طالبان د درې ورځني اوربند اعلان په داسې حال کې کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.
هیره دې نه وي، چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دوی ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول قومونه به پکې د خپل استعداد پر بنسټ خپل ځانونه ویني او د هیچا پر حق به تېری نه کېږي.
په پیغام کې وړاندې راغلي، چې دوی په مقابل لوري کې ولاړو افغانانو باندې هم غږ کوي چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د اسلام په احکامو سره را ټول شي، ځکه چې له عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي.
پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی خو ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او که چېرته داسې ونه شي نو ټوله نړۍ دې شاهده وي چې د هر ډول سرغړونې د بدو عواقبو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.
د ویلو ده چې د طالبانو درې ورځیني اوربند په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
ځینې عام افغانان دا چاره ستایي؛ خو ځینې نور بیا په طالبانو سخته نیوکه کوي او زیاتوي چې دا درې ورځې اوربند مو هم په کار نه دی ځکه طالبانو وړاندې له اوربند څخه ډېری ملکیان ووژل او ګڼې کورنۍ یې د غم په ټغر کینولي.