د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بروکسل کې د ناټو له ځینو مشرانو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر امنیت ساتلو ته چمتو دي خو په هغه صورت کې چې امریکا یې ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه په دې برخه کې د پاکستان او هنګري رول هم مهم بولي او که چېرته دوی افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان به هم د دغه ډګر امنیت ساتلو کې دخیل کړي.
اردوغان څرګنده کړې چې طالبان هم باید هېر نه شي او که اړتیا یې وه نو ترکیه به له دغې ډلې سره هم په دې تړاو خبرې وکړي.
افغان حکومت او طالبانو تر اوسه پورې د اردوغان تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې نن د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
دده په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی.
د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره پر مالي مرستو هوکړه کړې ده او په دې برخه کې به همکار وي.
تر دې وړاندې ویل کېدل چې ښایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې ته وسپارل شي خو طالبانو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي.
بلخوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سولې کیلي په اسلام اباد نه، بلکې په کابل کې ده.
کابلوف له دویچه ویله سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، په هغه صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده چې افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي.
هغه دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت له ۹۰مې لسیزې سره پرتله کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به افغان حکومت په هغه اندازه پیاوړی وي لکه له دغه هېواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت.
کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ډېری افغان او بهرنیو چارواکو او کارپوهانو په وار وار ویلي چې د افغان سولې کیلي په اسلام اباد کې ده او که چېرته پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راتلی شي.