ادم سمېټ: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه سرتېرې نه وباسو

سپینه تجريدي ډیزاین

د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ‌ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

سمیټ په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې په مختلفو ځایونو کې د امریکایي سرتېرو کم موجودیت د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو د پاتې کېدو په اړه خبره کوي چې د جرمني په ګډون د ناټو یو شمېر مشرانو ویلي دي چې د مې تر میاشتې پورې له افغانستان څخه نه وځي.

ناټو وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل باید په شرایطو پورې تړلي وي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه باید له خپلې ژمنې سره سم له افغانستان څخه ووځي.

په ورته وخت کې کاناډايي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد یو پوځي په افغانستان کې مړ موندل شوی دی.

د کاناډا دفاع وزارت ویلي چې دغه پوځي یې، چې (ګی اډم لا) نومېده، په کابل کې د کاناډا په سفارت کې په خپل هستوګنځي کې مړ موندل شوی دی.

د کاناډا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه پوځي د مړینې د علت په اړه څېړنې روانې دي خو څه چې په ډاګه دي دا دي چې په پوځي عملیاتو کې نه دی وژل شوی.

ګی اډم لا، چې اصلاً د کاناډا د ساکاټون د سیمې اوسېدونکی و، د تېر کال له اګست څخه په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د ساتونکي په توګه کار کاوه.

د کاناډا دفاع وزارت وايي چې د (لا) مړی به د یکشنبې په ورځ خپل هیواد ته ولېږدول شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي