خپل عادي ژوند ته بدلون ورکړئ او خوښ ۍ ته ورسيږئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

په کوچنيو ګامونو سره پیل کول، په یو وخت کې په یو چلند تمرکز کول او د نورو څخه ملاتړ ترلاسه کول، ستاسو د تمرین عادتونو یا د روغتیا اړوند نورو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.
تاسو یو ځل بیا، دا احساس کوئ چې انګېزه لرئ، چې غوره خواړه وخورئ، ډېر تمرین وکړئ، لږ کافي وڅښئ، یا د ژوند په طرز کې ځینې مثبت بدلونونه رامنځته کړئ.
ښایي مخکې مو هم هڅه کړي وي ـ او ښایي په نوي کال کې ستاسو له پرېکړو څخه یوه همدا وي، مګر تاسو د ډېرې بریا احساس نه کوئ.
موږ باید پوه شو چې په ژوند کې بدلون رامنځته کول یو ستونزمن کار دی، دا خورا ستونزمن کېږي، کله چې تاسو غواړئ ډېری شیان په یو ځل بدل کړئ. دا ځل په سمدستي بدلون نه، بلکې د یوه تدریجي بدلون په هکله فکر وکړئ.
د ژوند کولو تغییرات یوه پروسه ده چې وخت او تقویت غواړي. کله چې بدلون ته چمتو یاست، تاسو سخته برخه ترسره کوئ او پرمخ ځئ. نو خپله څېړنه وکړئ او یو پلان جوړ کړئ چې تاسو د بریا لپاره چمتو کوي، د احتیاط پلان کول د کوچني موخو ټاکل او په یو ځل کې یوازې یو ګام اخیستل دي.
دلته د امریکا رواني ټولنې لخوا پنځه لارښوونې شته، چې له تاسو سره په دوامداره، د مثبت ژوندکولو بدلونونه او د چلند په بدلون کې مرسته وکړي:
داسې پلان جوړ کړئ چې باید ترسره شي. ستاسو پلان یوه نقشه ده چې تاسو ته د بدلون لپاره په دې سفر کې لارښوونه کوي؛ حتا کولی شئ د یوې ماجرا په توګه ورته فکر وکړئ. کله چې تاسې یو پلان جوړوئ، نو هغه ځانګړئ او مشخص کړئ.
ایا غوارئ ډېر ورزش وکړئ؟ کوم وخت کې چې غواړئ ورزش او پلی تګ وکړئ هغه مشخصه کړئ، هر څه یادښت کړئ او له ځانه وپوښتئ، ایا ډاډه یاست چې دا فعالیتونه او موخې ستاسو لپاره ښې دي؟ که داسې نه دي، د کوچنيو مرحلو څخه یې پیل کړئ. خپله خپرونه په داسې ځای کې نصب کړئ چې ډېری وخت یې ولیدلای شئ، چې هر څه مو په یاد شي.

له لږو څخه یې پیل کړئ

یو ځل چې تاسو خپل رښتنې لنډمهاله او اوږدمهاله موخې وپېژنئ، خپل کوچني اهداف، د مدیریت وړ مرحلو کې ووېشئ چې په واضح ډول تعریف او ارزیابي کېږي.
ایا ستاسو اوږدمهاله موخه به په راتلونکو ۵ میاشتو کې ۲۰ پونډه له لاسه ورکول دي؟ یو ښه اوونیز هدف په اونۍ کې یو پونډ ضایع کول دي. که غواړئ د دې اونۍ لپاره خپله موخه د شیریني پرځای او له یوې صحي مېوې سره یا هم مستې وټاکئ. نو د اونۍ په اخیره کې به د بریالیتوب احساس وکړئ چې پوه شئ تاسو خپل هدف ته رسېدلي یاست.

هر وخت خپل یو ناسم چلند بدل کړئ

ناسم سلوک د وخت په تېرېدلو سره وده کوي. نو دا وخت نیسي چې ناسم چلند په سم یا سالم چلند باندې بدل کړو. ډېری خلک له ستونزې سره مخ کېږي کله چې دوی هڅه کوي ډېر ژړ بدل شي. د خپلې بریا ودې لپاره، په یوې موخې تمرکز وکړئ یا په یو وخت کې یو چلند بدل کړئ، لکه څنګه چې نوی سم چلند یو عادت شو، نو له هغو بدلونونو سره سم، چې تاسو یې غواړئ، یو بل هدف غوره کړئ.

په خپلو فعالیتونو کې بل څوک شامل کړئ

دا شخص ملګری، همکار یا د کورنۍ غړی کېدای شي. ستاسو په سفر کې د بل چا درلودل تاسو هڅونکي او ځواب ورکوونکي ساتي. دا شخص ممکن یو څوک وي چې ورسره کلب ته ځئ یا هغه څوک وي چې هڅه کوي سګریټ څښل پرېږدي.
د هغه څه په اړه وغږېږئ چې تاسو یې کوئ. د ملاتړ ډلې کې شاملېدل په پام کې ونیسئ که داسې یو څوک ولرئ چې خپلې ستونزې او بریاوې ورسره شریکې کړئ ستاسو دنده ډېره اسانه او د موخې لپاره ډار مو لمنځه وړي.

د ملاتړ غوښتنه وکړئ

له هغو کسانو څخه د مرستې منل، چې ستاسو په اړه پاملرنه کوي او تاسو ته غوږ نیسي ستاسو ژمنتیا او نرمښت پیاوړي کوي. که تاسو احساس کوئ چې تاسو په یوازې ځان خپلو موخو ته نشئ رسېدای، نو له روانپوه څخه مرسته وغواړئ.
روانپوهان په ځانګړي ډول د ذهن او بدن ترمنځ اړیکې پوه کولو لپاره روزل شوي، او همدارنګه هغه عوامل چې د چلند د بدلون لامل کېږي. د مرستې غوښتنه دا مانا نه لري چې تاسو به ټول عمر لپاره په درملنې پورې تړلي وي. حتا یو څو غونډي کولی شي له تاسو سره ستاسو د موخو په ټاکلو کې مرسته وکړي یا احساساتي مسلې حل کړي چې ممکن ستاسو لارې ته راشي.
هغه بدلونونه چې تاسو یې غواړئ، وخت او ژمنتیا ته اړتیا لري، مګر تاسو به بریالي شئ. یوازې په یاد ولرئ چې هېڅوک کامل نه دي. تاسو به وخت په وخت غلطي وکړئ، په دې وخت کې خپل ځان به وړاندې مهربانه اوسئ، کله چې خواږه خورئ، یا سپورټ پرېږدئ، نو مه تسلیمېږئ، کوچنۍ ستونزې موخې ته رسېدلو په لاره کې طبیعي دي او هېڅ ستونزه نه لري. هغه وګورئ او حل یې کړئ او خپله لاره تعقیب کړئ.