ژباړه: نسیمه محمدي
معمولا خلک فکر کوي په اوړي کې ځمکه لمر ته نېږدې وي او له همدې امله د ځمکې د ګرموالي او سوړوالي لامل د لمر څخه واټن یادوي. دا فرضیه هغه مهال سمه ده چې په دوبي کې د ځمکې ټولې قارې اوړی تجربه کړي. پوهېږئ کله چې مونږ په افغانستان کې چې په نیمه شمالي کره کې ژوند کوو د اوړي موسم وي، د سویلي نیم کرې اوسېدونکي لکه د استرالیا، برازیل او جنوبي افریقا د ژمي موسم کې ژوند کوي او بر عکس کله چې ژمی افغانستان ته رسېږي هغوی د اوړي مزه څکي. نو له همدې امله کله چې دا پوښتنه مطرح کوو چې « آیا په اوړي کې ځمکه لمر ته نېږدې وي؟» باید مشخصه کړو چې موخه مو کره یي ژمې یا اوړی په شمالي نیمه کره یا جنوبي نیمه کره کې دی!
اوس مهال ځمکه په دوبي کې په شمالي نیمه کې له لمر لرې او په ژمي کې شمالي نیمه کره لمر ته نېږدې ده! په بل عبارت شاید دا به سم وي چې ووایو زمونږ په دور کې، کله چې د جنوبي نیمې کرې وار رسېږي، ځمکه لمر ته نېږدې کېږي. د بېلګې په ډول( ۱۳۹۱ هجري لمریز) ځمکه په ۱۵م د سرطان تر ټولو لرې واټن ته ورسېده او په دې حالت کې ۱۵۲۰۹۲۴۲۵کیلو مټره له لمر لرې شوه. په داسې حال کې چې د همدې کال په ۱۳مه د جدي لمر نه پر ټولو نېږدې واټن کې یي موقعیت درلود. او په دې وخت کې یې له لمر واټن ۱۴۷۰۹۸۱۶۱ کیلو مټرو ته ورسېد. نو وګورئ هغه څه چې د فصلونو د بدلونونو لامل ګرځي له لمر د ځمکې په لرې والي او نېږدې والي پورې تړاو نه لري، د فصلونو د پیدايښت لامل ګرځي د ځمکې د قطبینو د محور انحراف ته چې په قایم طرف ۲۳،۵ درجې دی او د دې لامل ګرځي چې د یو کال په موده کې د ځمکې ګرځېدل د لمر په شاوخوا کې، د لمر وړانګو په لږېدو کې زاویه یي بدلون د ځمکې په مختلفو برخو کې منځ ته راځي. همدا لامل د تودوخې د توپيرونو، د باران او ږلۍ د اورښت بدلونونه او حتی د موسمونو د ګډوډېدو لامل ګرځي.