ژباړه: محمد عزيز پردېس
لويه ربه
څرنګه چې دې زموږ سترګې له خوب څخه وروسته راپرانېستلې، همدرانګه زموږ زړونه هم د غفلت له خوبه راويښ کړه…
او څرنګه چې دې نړۍ د سهار په نور او ځلا سره روښانه کړې، زموږ ژوند هم د هدايت او لارښوونې په نور روښانه کړه…
لويه ربه
زموږ ګناوې، زموږ عيبونه، زموږ د زړه سختوالی، زموږ غمونه او ستونزې اوبښه او په خپل مرحمت يې حل کړه…
لويه ربه
زموږ سهرونه، زموږ ماښامونه او زموږ هره شېبه د خير، توفيق، استقامت او سعادت سره برابر کړه…
دا مې زده کړل
دا مې زده کړل چې هېڅ داسې درمل، د ( هيلې او اميد ) پشان نشي کولی چې انسان ولاړ او پياوړی وساتي…
دا مې زده کړل چې په هر وخت او هره شېبه کې بايد مينه وکړو، حتا د سختو ستونزو، ناروغۍ او ناهيلۍ پر مهال هم…
دا مې زده کړل چې کله ناکله بايد، د نيوکو او بدو ګومانونو څخه لرې د ارامه فکر سره ژوند وکړو…
دا مې زده کړل چې هېڅ درمل نشي کولی چې انسان ژوندی پاتې کړي، مګر هيله او امېد…
تا ته وايم!
کله چې ناخوښ وې، پرېکړه مه کوه.
کله چې دې ناوخته کړه، نو بېړه مه کوه.
کله چې دې چا سره مينه وي، نو ژر يې ورته مه څرګندوه؛ پرېږده چې خپله پوه شي.
کله چې ډېر خوشحاله وې، نو چا سره ژمنه مه کوه.
کله چې دې زړه درد کوه او غمجن وې، نو د هر چا پر وړاندې مه ژاړه؛ ښايې هغه دې دښمن وي او د زړه له تله درباندې خوښ شي.
کله چې دې پر يو چا غوسه وکړه، نو تر شا يې خبرې مه کوه؛ ښايي بېرته ورسره جوړ او ملګری شې.
او وروستۍ خبره دا چې: که دې خپل زړه پاک وي، نو د دې فکرمه کوه چې ټول دې ستا پشان وي.