ليکنه: صديقه پوپلزۍ
په ژوند کې ځينې سخت شرايط پېښېږي، چې بايد د خپلې ترلاسه کړې پوهې په واسطه يې تېر او ځان ونه بايلو.
ـ په ژوند کې ډېر کسان راځي او بېرته ځي، خو حتمي نه ده، چې موږ د هر چا لپاره خفه شو یا یې په هکله فکر وکړو په ځانګړي ډول هغه څوک چې زموږ په اړه حتا یوه ثانیه هم فکر نه کوي.
ـ حتمي نه دی چې کله مو یو څوک ژوند ته راشي د هغه سره تر پایه اوسو او خپلې موخې ته ورسیږو، ځینې وګړي زموږ ژوند ته د دې لپاره راځي، چې موږ پوه شو کوم مسیر/ لارې کې چې ځو، غلط دی.
ـ ژوند لنډ دی، نو خپل وخت د هغه کسانو سره تېر کړه چې ستا د خندا سبب شي او دا احساس پیدا کړې چې د ارزښت وړ یې.
ـ زموږ ژوند کې ځینې وګړي یوازې زموږ زړه کې پاته کېدای شي، نه زموږ ژوند کې، نو اړینه نه ده چې څوک د هر چا پورې زړه وتړي.
ـ د هېچا لپاره ځان مه محدودئ ځکه د هر چا ژوند ځانته اصول او قوانین لري، نو د نورو لپاره باید خپل قوانین، هیلې هېڅ له منځه یونسو، ځکه ځینې یې ارزښت لري ځینې یې نه. هغه څوک چې ستا سهم/ برخه نه وي، که قفس هم ورته جوړ کړې تاسره نه پاتې کېږي.
ـ یوازې د چا ظاهر او فکر ته مه ګوره! ځینې په ظاهر کې یو ډول وي او په باطن کې بل ډول، ځینې وګړي ښه فکر کوي، ښې خبرې کوي، خو ښه ژوند نه کوي.
ـ ځینې وخت باید بې تفاوته/ بې پروا اوسو، ځکه هر څه د فکر کولو ارزښت نه لري.
ـ اړینه نه ده چې یوازې په عکسونو کې ښکلې ښکاره شو، ځکه عکس خو زموږ په لاس اخیستل شوی، موږ باید خپل دنننه ښایسته کړو چې اړتیا نه وي د هېڅ عکاس څخه منننه وکړو.
ـ تل باید خپل ځان لپاره ژوند وکړو، اړينه نه ده چې ټول راڅخه خوشاله وي، ځکه ټولخوشحالولاى نشو، انسانان هغه نشي کېدای، څنګه چې تاسې غواړئ.