د امريکا نوي حکومت خليلزاد ولې لرې نه کړ؟ آيا د افغان سولې پايله به هيله بښوونکې وي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
سرچینه: انډېپېنډېنټ
ژباړه: نسيمه محمدي

د افغان سولې خبرې له پراخ ملاتړ برخمنې دي او خليلزاد يې د معمار رول لري. له شک پرته امريکا غواړي، له دوه لسيزو جګړو وروسته د دغه هېواد د تاريخ تر ټولو اوږدې جګړې ته، په افغانستان کې د پاى ټکى کېږدي. په تېرو ټاکنو کې ٧٥ مېليونه امريکايانو ټرامپ ته رايه وکاروله، او د بايډن ډېرى پلويان هم، د جګړې د ختمولو غوښتونکي دي، ځکه نور په دغه جګړه کې ګټه نه ويني.
ډموکراټان هم لېواله دي د جګړي مصرف کم او دا سرچينې د خپل هېواد دننه د خلکو د هوساينې په پروګرامونو ولګوي. له بل پلو، جو بايدن چې د امريکا د ولسمشرۍ واګي په لاس کې نيولي، او پخپله د ٢٠١٠م را په ديخوا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال وو، په افغانستان کې د پاتې کېدو چندان لېواله نه و، کورونو ته د سرتېرو په ستنېدو همغږى وو؛ له دې اړخه، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شتون پايته رسول اړينه پرېکړه ده او طبيعي ده چې د امريکا نوي حکومت، جمهوريت غوښتونکى زلمى خليلزاد، د افغان سولې د خبرو په تړاو د امريکا ځانګړى استازى پرېږدي.
دا چاره په امريکا کې مروجه ده چې د ډموکراټانو په حکومت کې ځيني جمهوريت پلوه او يا برعکس، دنده ترسره کړي. جو بايډن د زلمي خليلزاد په ساتلو سره، د کانګرس جمهوريت غوښتونکو ته مثبت پيغام رسوي. ښاغلى خليلزاد، د دوحې د سولې د قرارداد مولف دى، چې امريکا د ٢٠٢٠م د فبرورۍ په ٢٩مه له طالبانو سره لاسليک کړ. په خپل مقام کې د خليلزاد ساتل په دې معنا ده چې امريکا لېواله نه د دوحې د سولې تړون لغوه کړي؛ که څه هم سپينې ماڼۍ ته، تازه تللى ټيم لېواله دى، په دې چې طالبانو له القاعده واټن نيولى او د امريکا ملي امنيت ته کوم ګواښ نه دى، زيات ډاډ تر لاسه کړي. په اصل کې په تېرو يوولس مياشتو کې طالبانو په افغانستان کې په کوم امريکايي سرتېري بريد نه دى کړى.

له بل پلوه، واشنګټن له طالبانو غوښتنه کړې، چې د کابل له حکومت او نورو ذي‌نفع اړخونو سره خبرې وکړي. “نورې افغاني ډلې ټپلى” په دې معنا، چې امريکا باور لري چې د کابل حکومت د افغانستان پر سياسي وضعيت بشپړ کنټرول نه لري. په همدې خاطر، جېګ سليوان، د امريکا د ملي امنيت سلاکار، د خپل افغان سيال حمدالله محب سره په ټېلفوني خبرو کې، ټينګار وکړ، چې طالبان بايد د کابل حکومت او نورو ډلو سره خبرې اترې وکړي.
که څه هم کابل د دوحې د قرارداد له بيا کتنې هرکلى کړى، خو تمه نشته چې د قرارداد په متن کې تغيير راشي. امريکا يوازې هڅه کوي، پر طالبانو فشار راوړي، چې د بين الافغاني سولې ته دوام ورکړي، تاوتريخوالى کم کړي او د لږکيو پر وړاندې د بشر حقونو اصول، نړيوالو استندردونو ته په پام سره مراعات کړي. په اصل کې هغه څه چې اړين دي ترسره شي، دا دي چې طالبان په درې واړو برخو کې د افغانستان خلکو ته ضمانت ورکړي.
خو داسې څرګندېږي، چې د سولې خبرې به داسې په اسانۍ مخته لاړې نشي. حتا که امريکا له طالبانو سره بل ځل هوکړه وکړي، چې د سرتېرو شتون تر شپږ مياشتو او يا هم د ٢٠٢١م تر وروستيو وځنډوي، بيا هم کافي وخت چې افغانان هوکړه وکړي، نه مهيا کېږي. امريکا به د خپلو سرتېرو له ايستلو وروسته بالاخره بې حوصلې او شايد د پاکستان او روسيې د فشارونو له امله، د افغانستان مسٸله ملګرو ملتونو ته وسپاري.
د دغې سناريو پر اساس، چې ډېره ښه ارزول کېږي، ملګري ملتونه هم کولى شي يو کال وروسته، د لنډمهاله حکومت وړانديز وکړي او يو ځل بياد ٢٠٠٢م کال په څېر، د بن کنفرانس په ډول ناسته ترسره او ټول اړخونه د خبرو د ميز ترشا، خو دا ځل د طالبانو په حضور سره، چې د ٢٠٠١م د بن ناستې غايبين وو، د راتلونکې لپاره پر نقشه کښلو خبرې اترې وکړي.
که افغانان ونشي کولى چې د امريکا په شتون کې د طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، نو هغه وخت به، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د قضيې په سپارلو او د بن بلې ناستې سره، طالبان د اساسي قانون او جمهوري نظام د بياکتنې غوښتونکي شي. په دغه سناريو کې بل ګام د طالبانو په ګډون د مشرانو يوې بلې جرګې ترسره کېدل دي، چې په ٢٠٢٣م کې يې اټکل کېږي، چې د رهبرۍ او د راتلونکي نظام په اړه به پرېکړه وشي. دا به د افغانستان لپاره ښه سناريو وي. خو ټولې ډېپلوماټيکې هڅې به د اوبو پرمخ نقش شي، بدتره سناريو هم په مخکې ده، چې پايله به يې کورنۍ جګړې وي.