لیکنه:آلماء افغان
که هرځای د ځوان کلیمه مو مخ ته راځي نو واضح ده چې پام به مو انرژۍ، قوت، قدرت، پرمختګ او په ټوله کې د یو هیواد بنسټ جوړونکې ته پام کیږي ځکه همدا ځوانان دي چې موږ يې د ټولنې انرژي او د ټولنې د ملا تیر یادوو.
ځوانان دي چې د هیواد د دفاع لپاره سنګرونو ته وځي، خپله ټوله انرژي تر مرګه د هیواد د میني لپاره قرباني کوي.
په رښتیا هم ځوان د ټولنې هغه پیاوړی او با احساسه قشر ته ویل کیږي چې ټولنه يې د خدمت نه کولو له امله نیمګړې ده.
خو؛ زموږ ځوانان ولې هغسې چې په کار ده مبارزه نه کوي؟
ځوابونه مختلف دي، دلته یې درته وایو:
د ځوانانو ناپوهې:
د نورو وروسته پاتې هیوادونو او په ټوله کې د افغانستان د بدبختۍ یو ستر لامل د ځوان په مبارزې کې د هغه ناپوهې ده. څه ډول چې پکار ده یو ځوان د هیواد د پرمختګ لپاره مبارزه وکړي او د ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره عدالت غوښتنه وکړي نو کولای يې نشي ځکه ډیری ځوانان په دې نه پوهیږي چې مبارزه باید څه ډول وشي او موږ څنګه په هیواد کې د شته ستونزو د هواري په پلمه لاس په کار کیدای شو؟ واضح ده هغوی چې ناپوه وي مبارزه هم نشي کولای چې بدبختانه ددې جدي ستونزې له وجې زموږ ډیری مسایل بې حله پاتي.
د ځوانانو کم جرئتي:
دا هم د مبارزې په وړاندې د یو ځوان بله ستره ننګونه ده چې د ستونزو د حل لپاره د غږ پورته کولو جرئت نه لري. موږ په دې ټولنه کې ډیر پوه وګړي ګورو چې د هیواد بیلابیلې ستونزې يې ننګوي خو د غږ پورته کولو جرئت نه کوي. په یاد ولرئ خو چې په زړه کې ټول مسایل ساتي او په خوله غږ نشي پورته کولای هیڅکله به هغه ځوان نه خپل ځان لپاره د خدمت مصدر شي او نه به دې ټولنې لپاره ښه مبارز ثابت شي.
ځوانان د زورواکو تر تاثیر لاندې:
موږ په خپلو سیمو کې ډیری ویښ ځوانان ولیدل چې د یو څه وخت حقیقت ویلو او سالمې مبارزې وروسته يې غږ د تل لپاره ټپ شوی، زما په آند دا ډول ځوانان ډیر کله د هغه چا په تعقیب روان وي چې هغو زورواکي، مفسد او د هیواد د بدبختۍ لامل شوي.
دا ډول ځوانان چې د زورواکو تر چتر لاندې فعالیتونه کوي او د هغوی د تاثیر لاندې ژوند کوي واضح ده چې ښه مبارز نشي ثابیتیدلای.
د ځوانانو تر فیسبوک محدوده مبارزه:
د هیواد وروستی ناسم امنیتي وضیعت د ټولو هیوادوالو لپاره خواشینوونکی دی، بدختانه ځوانانو مو د هرې پیښې د غندنې لپاره یو څو ورځې تاوده پوستونه وکړل، چا د وژل شوو کسانو تصویرونه پروفایل کړل خو دوه درې ورځې وروسته نه مبارزه وي او نه هم د بدو پیښو د غندې لپاره کوم ژوندی فعالیت.
که د فیسبوک پرځای د څو بدو پیښو د غندنو لپاره ځوانان لاس په کار شوي وای باوري یم دولت ډیر ښه د بدو پیښو د مخنیوي لپاره متوجه کیده.
دلته بیا پوښتنه راولاړیږي چې په هیواد کې د شته ننګونو سربیره بیا هم څنګه یو ځوان خپلې مبارزې ته دوام ورکولای شي؟
د ۲۰۰۳ م کال د کینیا هیواد په یو مستند فلم کې دا پوښتنه ډیره ښه واضح کیږي، د هغه فلم لومړي سر کې په نومړي هیواد کې شته فساد کټ، مټ د نننې افغانستان انځورګري شوي. هلته د خلکو لخوا په اخیستل شوي مالیې د یاد هیواد وکړو ته ښوونځې، روغتونونه او نورې اړینې پروژې پلې کیږي خو کله چې یو څو ځوانان دې ته پام کوي چې زموږ پیسې چیرته مصرفیږي او غواړې ترې څارنه وکړي نو دولت د عامو وګړو په مالیې کې درغلې کړي وي او هماغه وي چې د ډیرو ځوانانو څار او مبارزه بلاخره ددې هیواد لپاره ډیره ښه پایله ورکوي او مسوولین له فساد کولو ډډه کوي.
کیدای شي افغانستان د نړۍ پرمخ هغه لومړی هیواد وي چې بهرنیانو ورسره ډیره نغدي مرسته وکړه خو په ټول هیواد کې لس داسې ځوانان پیدا نشول چې څیړنه يې کړي وای دا راغلې مرسته څه شوه؟
سره له دې چې افغانستان یو ولسواکی هیواد دی او د عامو وکړو په ذریعه دلته د ولایتې شورا نیولې تر ولسمشریزو ټاکنو مشران انتخابیږي خو؛ یو ورځ هم د ټولو ولایتونو په ګډون داسې ویښ ځوانان پیدا نشول چې د ولایتې شورا نیولې تر ولسمشره هره میاشت په نوموړو اشخاصو د کړي باور حساب وغواړي!
ځوانان د ټولنې هغه قدرت دی چې ترې په سمې استفادې یو هیواد د تلپاتې ابادۍ پرلور ځي خو که ترې ناسمه استعفاده وشي نو ښکاره ده چې د هیواد د بدبختۍ سبب ګرځي.
راځۍ د ځوانانو او ددې هیواد د ملا د تیر په ټوګه ددې هیواد د بریا او پرمختګ لپاره په ډیرې میړانې د زورواکو، بدبختیو، فساد او ټولو ناوړو کړنو تغر ټول او د خپلې قوې مبارزې او عزم له برکته د سولې او پرمختګ فضا خوره کړو.