ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
زموږ په ژوند کي ځیني غلطۍ بیا بیا تکرارېږي چي د اصلاح وړ دي. خو که یو لړ ستونزي و غلطۍ تر خپل حد زیاتي صرفنظر کړل سي، په جدی ستونزو بدلېږي ددې له پاره غوره ده چي همدا نن د مکرراتو له تکراره پرهېز وکړئ. لاندي یو شمېر رایجي غلطۍ او ورڅخه د پرهېز حللاري توصیه کوو:
بې پلان واله و بې تفاوتي:
ولي ځیني کسان سره له ډېر میل و علاقمندۍ، بې پلانه و بې تفاوته کېږي؟ شاید تصور وکړل سي چي بې پلانه و بې تفاوته کسان ټنبل او لټ دي او د کارونو ځنډول ئې د بېلابېلو امورو د ترسره کولو سره ناعلاقمندي و بې میلي وي. خو دا د حقیقت خلاف دئ. کوم کسان چي د نن کارونه سبا ته پرېږدي تر ډېره بیرته خپل کارونه ترسره کوي هم – سمه ده چي په وروستیو لحظو کي او د زیات فشار سره وي.
د کافي مطالعې نشتون:
مجازي نړۍ او انټرنیټي فضاء لکه چي له ډېرو افرادو څخه اختیار سلب کړی دئ. افراد د خپل ورځني ژوند زیاته و مهمه برخه په دې رنګارنګ خو بې کم فایدې نړۍ کي تېروي او په پای کي هیڅ عاید هم په لاس نه ورځي. لکه مجازي نړۍ چي د مطالعې، د حضوري لیده کاتو او حتا د خپلوانو و دوستانو سره د یوې لنډي تلفوني مکالمې وخت – له ډېرو افرادو څخه سلب کړی وي.
بد غذايي عادتونه:
ناسالم او زیات پرُکالري خوراکونه د ټولني د زیاتو کسانو د چاغېدو او روغتیا د زیانمنېدو سبب سوي دي. وازده لرونکي، پُرکالري، سره کړي، فاسټ فوډ خوراکونه او له خپل سنتي غذايي فرهنګ څخه لېري کېدل، نن سبا د ډېرو کسانو د ژوند سبک ګرځېدلی دئ. د غذا له دې سبک څخه زیاته استفاده ستاسي صحت د خطر سرخ مخامخ کوي او پر جسماني روغتیا سربېره مو، له ظاهره عدم رضایت او ورسره سم د روحي سلامتیا خطر هم په وجود راوړي.
د مالي پلان جوړوني نشتون او لګښت کول:
لګښت کول یو له هغو رفتاري سبکونو څخه دئ چي په دې څو وروستیو کلونو کې د خورا زیاتو کسانو په مېنځ کي رواج موندلی دئ. که دغه رفتار په صحیح ډول مدیریت نه کړل سي له ځنډ پرته به د فرد او ورپسې د کورنۍ له پاره بد عواقب ولري. نو همېشه کوشش وکړئ چي د خپل مالي توان سره سم پلان جوړونه وکړئ او تر خپلي اړتیا زیات لګښت ونه کړئ. حتا که وي داسي کسان چي ستاسي مالي ملاتړ کوي – بیا هم دا کار مه کوئ ولي چي بالاخره تاسي په یوه مصرف ګرا/زیات لګښت کوونکي کس بدلېږئ چي پر مالي اوضاع کنټرول نه لرئ او که مالي حمایت درڅخه واخیستل سي نو بیا د ماتي و ناهیلۍ احساس کوئ.
له نورو د مرستي غوښتلو د تمایل نشتون:
سمه ده چي خپلواک اوسېدل همېشه خورا ارزښتمند دي خو پر خاصو و بحراني موقعو باندي له نورو د کومک و مرستي طلب هم د خپلواک اوسېدو یوه برخه ده. متاسفانه یو شمېر کسان ددې له پاره چي خپل پېټی ئې د نورو پر اوږو نه وي بار کړی او یا د نورو د قضاوت له وېري او یا په دې باور چي خپله کولای سي ټول مسایل رفع و حل کړي، له نورو د مرستي غوښتنه نه کوي او پر ځان و خپلو وړتیاوو د دغه افراطي باور سره، د ستونزو و مشکلاتو د دقیقي ارزیابۍ و بېلابېلو حللارو د کشفولو مانع ګرځي.
له فردي وړتیاوو و استعدادونو بې پروايي/غفلت:
د انسان له پاره تر هر ډول پوهي دمخه، ځان پېژندنه ډېره اړینه و ګټوره ده. له ځان پېژندني پرته د انسان له پاره هیڅ شی هم پېژاند نه دئ او هیڅ پلان به ورته ګټور و موثر نه وي. شاید د ډېری کسانو مشکل دا وي چي خپلو وړتیاوو و استعدادونو ته له پاملرني پرته ئې ژوند رهی کړی وي او همدا موضوع ددې سبب کېږي چي له ژونده ئې د رضایت کچه په شدت سره کمېږي.
ټولنیز فشار:
ډېری کسان هغه کار تر سره کوي چي د ټولني د فشار، د شاوخوا کسانو هیلو او رسنیو پر اساس ځان د هغه ترسره کولو ته اړ وویني. دا مه هېروئ چي ډلییز فعالیتونه دا ښه موکې د ټولو له پاره چمتو کوي چي خورا ښې تجربې ترلاسه کړئ او خورا زیات ښه ملګري و دوستان ولرئ؛ نو کوشش وکړئ چي د خپلو شاوخوا کسانو او د نورو د تمو پر اساس پر مخ ولاړ نه سئ. خپله اوسئ او د خپلو اړتیاوو له مخي عمل وکړئ.
په نوي کال کي د سالم ژوند تګلاره
ډېری کسان د نوي کال په پیل کي زیات تصمیمونه نیسي او تر دې چي څو ورځي پرله پسې کوشش کوي چي د یادو تصمیماتو له مخي حرکت وکړي. شاید تاسي هم تر اوسه څو څو واري ورته کار ترسره کړی وي خو بالاخره مو ماتې خوړلې یا تر څو ورځو وروسته مو هېر سوي وي چي غوښتل مو چشي ترسره کړئ.
خو همدا نن ورځ/میاشت او سږکال کېدلای سي چي متفاوت وي. خپل وزرونه وغوړوئ او پرواز شروع کړئ، خپل ذهن ته وده ورکړئ او د خپل ژوند لوړ و مهم عادات جوړ کړئ. د خپلو خوښو عاداتو پر څنګ چي لرئ ئې کوشش وکړئ په دې نوي کال کي یو شمېر هغه ناخوښ عادات مو اصلاح کړئ او لاندي ټکیو ته پاملرنه وکړئ:
کافي او پر وخت خوب ولرئ
ځیني کسان خوب ته پوره توجه نه کوي چي دا ددې سبب کېږي چي دا د دوئ د همېشنۍ ستړیا، خستګۍ، د حافظې افت او زیاتو بدو کړنو باعث ګرځي او د دوئ د ذهن و بدن عملکرد له جدی زیان سره مخامخ کوي نو همېشه کوشش کوئ چي په ۲۴ ساعتونو کي لږترلږه اته ساعته خوب وکړئ. د بدن بیولوژیک ساعت مو تنظیم کړئ او ځان ته په ارزښت قایل سئ چي پر ټاکلي ساعت هره شپه بسترې ته د خوب له پاره ولاړ سئ او له ناوخته تلو او بیا د ورځي له لوري د جبراني خوب کولو څخه ډډه وکړئ.
خپلي تغذیې ته مو پام وکړئ
مناسبه او د تعادل په حد کي غذا وخورئ او له پُرکالري او غیر ګټوري غذا څخه چي یوازي ستاسي وزن اضافه کوي – ډډه وکړئ. په خپل غذايي رژیم کي مو د زیاتو اوبو چښل، لبنیات، مېوه او سبزیجات اضافه کړئ.
په منظم ډول ورزش وکړئ
بدني فعالیتونه ذهن او جسم پیاوړی کوي. هغه کسان چي په منظم ډول ورزش کوي د سالم بدن و ذهن درلودونکي دي. د خپل ژوند د محل له ورزشي امکاناتو اطلاع ولرئ او د ژوند په اوږدو کي مو ورزش کول د ځانو عادت وګرځوئ.
همېشه مو سټریس و فشار کابو/مدیریت کړئ
د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او تحصیلي ژوند ترمنځ مو تعادل وساتئ. کوشش وکړئ چي مسئولیتونه د خپلو وړتیاوو و ظرفیتونو مطابق پر عهده واخلئ چي وکولای سئ په ښه ډول هغوی ترسره کړئ. هرکله چي د ستونزي سره مخامخ سواست د کورنۍ او نژدې دوستانو پر مرستي و حمایت مو تکیه وکړئ او کوشش مه کوئ چي ستونزي په یوازي ډول حل کړئ. د سټریس مدیریت کول زده کړئ او مه پرېږدئ چي سټریس درباندي غلبه وکړي.
معنویت مه هېروئ
د لا زیات سکون و آرامش له پاره معنوی اړیکي مه هېروئ. معنوي اړیکي د خدای ج له بې نهایی قدرت مرسته غوښتل دي. انسان د دعا او د خدای ج سره په راز و نیاز کولو سره سکون حاصلوي او هیلي ئې غوړېږي.
له شاوخوا کسانو مو مرسته وغواړئ
له نورو مرسته و کومک غوښتل د کمزورۍ او بې عرضګۍ صفت و نښانه نه ده. یوازي په دې معنا دي چي موږ په یوه مشخص وخت کي او د یوه خاص مشکل د حل له پاره – له نورو څخه د مرستي غوښتلو ته اړ یوو او ددې مطلب ښکاره کوونکي دي چي موږ صحیح او منطقي پوهه لرو چي بشپړ نه یوو او باید د ځینو امورو له پاره له نورو مرسته و کومک وغواړو.