ستاسو ذهن او تنه څنګه له یو بل سره تړاو لري؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه : پوروي چوټای – روانشناسه
ژباړه: شمیم اتل
ډیر به مو اوریدلي وي چې ذهن او تنه( باډي) له یو بل سره تړلي دي. خو دا څه ډول یو تړاو دی؟ دلته د ذهن او تنې ( بدن) ترمنځ د تړاو او اړیکو څو ساده ټکي راخلوو.
1- زموږ ذهن له داسې کیماوي موادو جوړ دی چې ورته نیروټرانسمیټرونه (neurotransmitters ) یا عصبي انتقالونکي وايي.
دا نیرو ټرانسمیټرونه زموږ احساسات، طبعه، چورت او موډ کنټرولوي. په ورته توګه زموږ په وجود (تنه) کې د غدودو سیستم یا اینډوکراین سیستم فعالیت کوي چې هغه هم هورمونونه چې کیماوي مواد دې تولیدوي او هغه هم زموږ پر موډ، طبعې، چورت او رواني حالت اغیز لري.
2- زموږ په مغز او بدن کې ددې کیماوي موادو فعالیت زموږ له چلن، فعالیت او فزیکي حرکتونو سره بدلیږي.
3- په بدن کې د انرژۍ کموالي ښايي د بې چورتۍ یا د طبعې د خرابۍ له کبله وي. کله چې ستاسو طبعه خرابه وي ستاسو مغز په کافي اندازه کیماوي موادو نه جوړوي او خپل فعالیت په سمه توګه مخته نه وړي.
له همدې کبله مو چې کله طبعه ښه نه وي او بې چورته او بې انرژي یئ نو هڅه وکړئ چې یو داسې فعالیت ترسره کړئ چې ذهن مو فعاله کړي.
له دې سره به مو مغز بیرته د اړتیا وړ کیماوي مواد تولید او موډ او طبعه به مو ورسره بدله شي.
4- کله چې تاسو ورزش او سپورت کوئ ستاسو تنه هورمونونه ترشح کوي او مغز مو کیماوي مواد. دا دواړه ستاسو د ستریس او اضطراب کچه راټیټوي او ستاسو مقاومت زیاتوي.
5- کله چې تاسو خپل ځان په ښو خوړو، ورزش، تفریح او نورو د خوښې کړنو بوخت وساتۍ ستاسو مغز داسې کیماوي مواد ترشح کوي چې ورسره ستاسو په وجود کې د ښو هورمونونو د ترشح غدي هم فعالیږي او هغه هم د ښو هورمونونو ترشحات پیلوي.
6- احساسات ستاسو د بدن فزیکې بڼه بدلوي. د بیلګې په توګه کله چې تاسو غوسه یئ، نو په خپل سر او عضلا تو کې یو ډول فشار احساسوئ. د وجود حرارت او رنګ مو ورسره بدلون مومي.
همدارنګه کله چې تاسو خوشاله یئ تاسو په خپل وجود کې د ارامۍ احساس کوئ. د غاړې او مخ عضلې مو یو ډول ارام بښونکی ریتم لري.
ستاسو په وجود کې دا بدلونونه د مغز د هغو کیماوي موادو د بدلون له کبله دي چې په ډیر اسانۍ تغیر موندلی شي.
7- ستاسو ذهن او بدن ( تنه) یو بل د سیوري په څیر تعقیبوي. هر یو له دوی څخه د یو بل د فعالیت او کار لپاره په حیرانونکي اندازه ځواک برابروي.
نو بل ځل مو چې طبعه خرابه او ځان مو یو څه بې چورته احساسوه، خپلې فزیکي فعالیت ته تغیر ورکړئ، کله چې تاسو د خپلو فعالیتونو لړئ بدله کړئ ستاسو ذهن هم د بې چورتۍ او ستریس لړۍ بدلوي.
ځکه ذهن او تنه له یو بل سره تړلي دي.