له مستو سره د سوء هاضمې ستونزې حل کړئ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نسیمه محمدي
مستې د تخمر شویو شيدو محصول دی. دا لبنیاتي تولید د ژوندیو باکتریاوو لرونکې ده، چې د خوړو په هضم کې خورا ګټور ګڼل کېږي.
مستې د (غوا، مېښې، اوزې، مېږې ….) د شیدو پاستوریزه ده، چې د تخمر لپاره باکتریاوې پرې زیاتېږي.
دا باکتریاوې عبارت دي له: استرپتککوس تروفیلوس او ولالتو باسیلوس بولګاریکوس. په یوه ګرام مستو کې لږ تر لږه لس میلیونه باکتریاوې شته. له یو ځل مصرف سره دا ژوندۍ باکتریاوې زمونږ په کولمو کې حضور مومي او تخمر ته ادامه ورکوي، چې د تخمیر دا فعالیت د خوړو له هضم سره مرسته کوي.
د مستو په نامه محصول لاسته راوړلو لپاره دا دوې یادې شوې باکتریاوې اړینې دي. په بل عبارت تخمیر شوې شیدې د بل ډول باکتریا مثلا (بېفیدوس) څخه مستې نه شو تر لاسه کولی.
د پاموړ:
د سویا شیدو څخه مستې نه ترلاسه کېږي، ځکه باکتریا له لکتوز څخه د تخمر د عملیې لپاره ګټه اخلي. لکتوز هغه قند دی، چې د سویا شیدې یې نه لري.images (1).jpg
د خوړو د ښه هضم لپاره مستې وخورئ
د عمر په تېرېدلو اوډېرېدلو د لکتوز (شیدو قند) هضموونکي آنزایم، فعالیت لږ او کمېږي. له همدې امله زیاتره د لوړ عمر وګړي د شیدو په هضم کې ستونزه لري چې پایله کې د شیدو خوړل دوی ته د نس ناستې، باد، ګاز او نس درد ته ورته ستونزې راولاړوي. نو دوی ته د مستو خوړلو سپارښتنه کېږي. باید ووایو پخپله د لبنیاتو خوړل اصلاً کومه ستونزه نه زېږوي. دا حالت هغه باکتریاوو ته نسبت ورکول کېږي، چې کولمو ته له رسېدلو سره د تخمر لپاره د لکتوز په واسطه لګول کېږي. له بل پلوه د مستو جوړښت د خوړو د هضم چاره پیاوړې او انزایمونو ته د دې چارې د ترسره کولو لپاره ډېر وخت په واک کې ورکوي.
پام مو وي باکتریا چې پروبیوتیک هم نومول کېږي، د کوچنیانو د نس ناستې د درملنې لپاره د شیدو پر ځای توصیه کېږي، چې د خوارځواکۍ د ګواښ کمېدلو سره به، چټکه درملنه هم وي.
مستې د بې شمېره ګټو او بډایه کلسیم تر څنګ، فاسفر، ریبوفلاون (وېټامین B2 چې په انرژۍ د خوړو د بدلولو لپاره ضروري دي) هم لري.
د بدن د تناسب لپاره طبیعي، خو نه خوږو مستو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
سرچینه: سیمرغ