لیکنه: ملیحه ناصري
ورانپوهاوی (سوء تفاهم) ډېری وخت د ډېرو سترو ستونزو لامل کېږي.
ورانپوهاوی، نه پوهېدل نه دي، پوهېدل دي، خو ناسم پوهېدل. مانا یو سړی موضوع درک کوي، پرې پوهېږي، خو درک یې غلط وي.
مثلاً: تاسو او یو ملګری مو په یوه دفتر کې دنده لرئ. ملګری مو تازه ګومارل شوی دی. تاسو ته وايي چې د پلانۍ برخې اړوند ماته لږ مالومات راکړه. تاسو د هغې برخې اړوند مالومات لرئ؛ خو مالومات کره او پاخه نه دي. د دې لپاره چې هغه ته یوه لنډه سریزه د هغې برخې په اړه وړاندې کړئ، هماغه ناکره مالومات هم غنیمت ګڼئ.
ملګری مو ځي او ستاسو په لارښوونو عمل کوي؛ خو سمدستي یو بل کس را پیدا کېږي چې د همدې برخې په اړه بېخي سم مالومات ورکوي. ملګری مو له تاسو په زړه کې خپه کېږي، کېدای شي شخړه هم درسره وکړي. تاسو ورته وايئ چې ما دروغ نه دي درته ویلي، هغه لګیا دی چې نه، تا ماته دغه شی دغسې ولې وویل، ته زما پښې وهې. همدغه ده چې ورانپوهاوی رامنځته شوی.
اوس راځو په کورنیو کې د ورانپوهاوي پر موضوع خبرې کوو. ډېریو کورنیو کې دوې یوڼې خپل مېړونه په جنګ سره اچوي. څه رقم!؟
یوه ورور نوی واده کړی. دا بل چې مخکې واده کړی په لومړي منزل کې اوسېږي.
هغه چې نوی یې واده کړی، هر سهار چې دندې ته ځي، د خځلو کڅوړه له ځان سره راښکته کوي، دباندې یې باسي. ناڅاپه یوه ورځ کڅوړه سورۍ وي. مردارې اوبه د دا بل د کور تر مخې څاڅکی-څاڅکی پرتې وي. مشره یور چې دا ویني، خپل خاوند راباسي چې راشه وګوره ورور او ورېندار دې دغسې کانې کوي.
یوه ورځ، دوې ورځې، بلاخره مشر غوسه کېږي، په ورانپوهاوي کې یې له ورور او ورېندار سره جګړه او مرور شي.
حللاره څه ده؟
څنګه کولی شو له ورانپوهاوي ځان وژغورو؟
- که یو کار مو نه شو کولی، مقابل لوري ته ووایئ چې (وبښئ، زما له لاسه نه کېږي/ زه نه پوهېږم).
-
هر کله مو زړه کې له چا خپګان پیدا شو، مخکې تر دې چې کینه واخلئ، ورته ووایاست چې دغسې خبره ده، زه یې خپه کړی/ې یم، ایا رښتیا دي که نه؟
-
پر خپل ځان تمرکز وکړئ، د کمزورتیا ټکي مو وپېژنئ، هغه لرې کړئ.
-
ځينې خلک په ګډ ژوند خپل خاوند/ مېرمن نه درک کوي، کله چې ترمنځ یې ورانپوهاوی راشي، په دې هڅه کې وي چې ځان سم ثابت کړي. حال دا چې باید مقابل لوری درک کړي چې هغه په څه ډول ستونزه راګیر دی، مرسته دې ورسره وکړي.
اکثراً موږ یوې خبرې ته کلک یو؛ خو په حقه نه یو، باید خپل لید اصلاح کړو.